د چين د ۲۰۲۲م کال د پسرلني اختر لپاره د مسافرو تګ راتګ پيل شو
CMG2022/01/17 15:27:18
شريکول:

د چين ټرانسپورټ وزارت ويلي، چې د روان کال د پسرلني اختر په موده کې به د مسافرو شمېر د کرونا وبا د پېل کېدو تر مخه مودې په پرتله کم، خو د تېر کال د همدې مودې په پرتله به ډېر زیات وي.

د چين ټرانسپورټ وزارت اټکل کړی، چې د روان کال د پسرلني اختر په موده کې به د مسافرو د تګ راتګ شمېر يو ميليارډ او ۱۸۰ ميليونو ته ورسيږي او ورځنی شمېر به يې ۲۹ ميليونو او پنځه سوه زره وي، چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۳۵ اعشاريه ۶ زياتوالی ښيي.