شي جين پينګ د نړيوال اقتصادي فورم د ۲۰۲۲م کال وېډيويي کنفرانس ته وينا وکړه
CMG2022/01/17 20:54:59
شريکول:

د چين دولت رئیس شي جين پينګ د جنورۍ په ۱۷ مه نېټه له بېجينګ څخه په انلاين ډول د نړيوال اقتصادي فورم د ۲۰۲۲م کال وېډيويي کنفرانس ته  (راځئ! په ټينګ باور او زړورتوب له کرونا وبا وروسته ښکلې نړۍ اباده کړو) وينا وکړه.

نوموړي په خپله وينا کې وويل، دوه اوونۍ وروسته به د چين د کرهنيزې جنترۍ د پړانګ کال پېل شي. پړانګ د چين په کلتور کې د زړورتوب او قوت سمبول بلل کيږي. موږ بايد د کرونا وبا او نورو سختو ننګونو پر وړاندې د پړانګ په شان په زړورتوب او ټينګ عزم مبارزه وکړو او اقتصادي او ټولنیز پرمختګ عادي حالت ته را وګرځوو.

شي جين پينګ له بېلابېلو هېوادونو څخه وغوښتل، چې په ګډې همکارۍ د کرونا وبا پر وړاندې مبارزه وکړي، د نړيوال اقتصادي پرمختګ د بيا سمسورتيا لپاره دې بېلابېلې ننګونې لرې او د پرمختګ لوی واټن دې کم کړي، نړۍ ته دې بیا وده ورکړي، د سړې جګړې له مفکورې دې لاس واخلي، ټول دې ګډ سوله ييز ژوند وکړي او ګډې ګټې دې ولټوي.

نوموړي زياته کړه، چې د چين اقتصادي وده په تېر ۲۰۲۱م کال کې شاوخوا ۸٪ زياته شوې ده، چين به له هرې لارې باکيفيته پرمختګ ولټوي او د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې او چاپيريال ساتنې ته به دوام ورکړي