عارف علوي د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د تر سره کېدو په پار د چين د سترو هڅو ستاينه وکړه
CMG2022/01/17 11:36:13
شريکول:

۲۰۲۱م کال د چين او پاکستان تر منځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له ۷۰مې کاليزې سره او د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز د جوړېدو له ۸مې کاليزې سره برابر دی. د پاکستان ولسمشر عارف علوي د جنورۍ په ۱۴مه نېټه په پلازمېنې اسلام اباد کې د دې هيواد په  ولسمشرۍ ماڼۍ کې له چيني رسنيو سره په مرکه کې د چين او پاکستان د اقتصادي دهلېز د لاسته راوړنو او د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د تر سره کېدو په پار د چين د سترو هڅو ستاينه کړې ده. نوموړي هيله ښودلې، چې د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې به په برياليتوب تر سره شي.

ښاغلي علوي له خبريالانو سره د مرکې په وخت کې ويلي، چې د پاکستان او چين اړيکې په تېرو ٧٠ کلونو کې ډېرې پياوړې شوې دي. پاکستان او چين د نړيوالو حالاتو د بدلېدو په درشل کې د يو بل ملاتړ او مرسته کړې او د سیمه ایزو او نړيوالو همکاریو د پراختیا ګډه هڅونه يې کړې ده.

عارف علوي زياته کړې، چې د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز پروژې له پيل راهيسې د پاکستان اقتصاد د پام وړ پرمختګ کړی او د خلکو ژوند يې ښه شوی دی. د چين د پرمختګ تجربې پاکستان ته د زده کړې وړ دي. هغه وويل: پاکستان د انرژۍ له سخت کمښت سره مخ دی او چين په لومړی ګام کې ورسره د انرژۍ همکاري کړې ده. له دې وروسته يې د کرنې، روغتیا او د بېوزلۍ د کمولو په ګډون په ډېرو برخو کې ورسره همکاري کړې ده. چين د بېوزلۍ د کمولو په برخه کې ډېر پرمختګ کړی او نورو هېوادونو ته يې د بېوزلۍ د کمولو تجربې ور زده کړي، نو زما په اند د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز پروژې د پاکستان پر اقتصاد ډېر اغېز کړی او خلکو دندې موندلي او له بېوزلۍ څخه وتلي دي.

علوي په خپلو خبرو کې وويل، چې چين د کرونا وبا د خپرېدو په درشل کې د بېجينګ اولمپيک ژمنيو لوبو لپاره پوره چمتوالی نيولی دی، نوموړي د چين هڅې ستایلې دي او پر ځوانو ورزشکارانو يې غږ کړی، چې د بېجينګ اولمپيک ژمنيو لوبو کې ګډون وکړي.

هغه وويل، دا د چين د حکومت او چينايانو لپاره يو غير معمولي کار دی، چې د وبا پر وړاندې مبارزه کوي او په درشل کې يې اولمپيک ژمنۍ لوبې ترسره کوي. هغه کسان چې په دغو سياليو کې به ګډون ولري، خپلو هيوادونو ته به ډېرې ښې خاطرې ترې راوړي.

عارف علوي د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د کوربه توب په پار د چين حکومت او چينايانو ته مبارکي ويلې او د دوی هڅې يې ستایلې دي.

نوموړي ويلي، چې د لوېديځو هېوادونو د ځینو سیاستوالو لپاره دا مناسبه نه ده، چې د خپلو سیاسي ګټو لپاره د بشري حقونو د غلطو تورونو په پلمه د بېجینګ د اولمپیک ژمنيو لوبو د مخنيوي هڅې کوي. هغه وويل: هغه څوک چې د اولمپيک لوبو ته د سياسي رنګ ورکولو هڅې کوي، بريالي به نه شي او زه هيله لرم، چې نړۍ ته به ډېرې ښې لوبې ننداره شي.