د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د سعودي عربستان د سپورټي چارو وزارت او د دغه هېواد اولمپيک کميټې ويلي، چې دوه لوبغاړي به يې د بېجینګ د اولمپيک په ژمینو لوبو کې برخه واخلي.
د خلیج عربي هېوادونو د همکارۍ کمېټې غړی هېواد په لومړي ځل اولمپيک ژمنیو لوبو ته خپل لوبغاړي ليږي.
خبر وايي، چې د سعودي عربستان دوه لوبغاړی به د لوړ غر سکي وهلو لوبه کې برخه ولري. برسيره پر دې، د دغه هېواد سپورتي پلاوی به د بېجینګ د اولمپيک ژمنیو لوبو په پرانیستونکو مراسمو کې هم ګډون وکړي.
(هيله