د چين د احصايې ملي ادارې مشر نينګ جي جه د جنورۍ په ۱۷ مه نېټه د دغه هېواد د دولتي شورا په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې چين د کرونا وبا ضد نړيوالې مبارزې لپاره لوی خدمتونه کړي دي.
نوموړي وويل، چې د چين حکومت په تېر ۲۰۲۱م کال کې تر ټولو وړاندې په خپل هېواد کې کرونا وبا کنټرول کړې او د یو ميليارډ او څلور سوه ميليونو خلکو ژوند او روغتيا يې خوندي ساتلي دي، چې دا د کرونا وبا ضد نړيوالې مبارزې لپاره د چين لوی خدمت بلل کيږي. د دې ترڅنګ چين د تېر ۲۰۲۱م کال تر پايه پورې نړيوالې ټولنې ته ۳۷۲ ميليارډه ماسکونه، ۴ ميليارډه او ۲۰۰ ميليونه محافظتي جامې او ۸ ميليارډه او ۴۰۰ ميليونه کېټونه ورکړي او څه باندې ۱۲۰هېوادونو او نړيوالو سازمانونو ته يې تر دوو ميليارډو زيات د کرونا ضد واکسينونه برابر کړي، چې دغه شمېر په نړۍ کې تر ټولو زيات دی.