د چين سره صلیب ټولنه به له تونګا سره سل زره امريکايي ډالره بېړنۍ بشري مرسته وکړي
CMG2022/01/18 11:02:34
شريکول:

 د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جنورۍ په ١٧مه نېټه وويل، د چين د سره صليب ټولنې پرېکړه کړې، چې له تونګا سره به د سل زره امريکايي ډالرو بېړنۍ بشري نغدي مرسته وکړي.

د خبر له مخې، د تونګا شاوخوا سمندري سيمه کې اورغورځوونکي غره د جنورۍ په ۱۵مه نېټه اور شيندلی او ځايي خلکو ته يې سخت زيانونه اړولي دي.