بار وړونکو الوتکو د چين او افغانستان د تجارتي همکاريو د پياوړتيا لپاره ستر رول لوبولی
CMG2022/01/18 14:56:04
شريکول:

۲۰۲۱م کال هم د افغانستان او هم د نړۍ په تاريخ کې په زرينو کرښو ولیکل شو او د تاریخ يوه برخه وګرځېده. په داسې حال کې، چې تېر کال د افغانستان په سیاسي وضعيت کې لوی تحول راغی او په ټولې نړۍ کې د کرونا وبا له امله ملکي او تجارتي تګ راتګ له ځنډ او خنډ سره مخامخ و، د اکتوبر په ۳۱مه نېټه، ۴۵ټنه افغان جلغوزي د ځانګړو بار وړونکو الوتکو له لارې له کابل څه شانګهای ته انتقال شول. دا په افغانستان کې تر لوی سیاسي بدلون وروسته، چين ته د دغه هيواد لومړۍ صادراتي جوپه وه.

 د معلوماتو له مخې، چين او افغانستان د ۲۰۱۸م کال په جون کې د جلغوزيو د سوداګرۍ  تړون لاسليک کړی او له هغه مهال راهيسې، هر کال افغان جلغوزي د ځانګړو بار وړونکو الوتکو له لارې له افغانستان څخه چين ته په مستقيمه توګه انتقالېږي. دغه تړون په افغانستان کې د جلغوزيو چارو د ښه پرمختګ لپاره ډېره ښه زمينه برابره کړې ده.

اوس څه باندې سل زره کسان د جلغوزيو په توليدي او تجارتي چارو کې په کار بوخت دي او روزګار کوي او د چين لوی بازار د دوی د روزګار لپاره ښه تاضمين دی.

 په افغانستان کې د چين سفارت ويلي، چې د تېر۲۰۲۱م کال له نومبر څخه تر اوسه پورې شاوخوا ۱۵۰۰ ټنه جلغوزي له افغانستان څخه چين ته صادر شوي دي، چې دغه شمېر د پخوا په پرتله ښکاره لوړ دی او دغې چارې د افغانستان د اقتصاد او ټولنې د اوسنيو ستونزو د ليرې کولو او د خلکو د باور د ټينګښت لپاره ښه رول لوبولی دی.

له بلې خوا، د تېر ۲۰۲۱م کال د ډسمبر په ۸مه نېټه، د کوويډ ـ۱۹ ويروس ضد ۸ لکه دوزه واکسينونه د بار وړونکو الوتکو له لارې له چين څخه کابل ته په مستقيمه توګه انتقال شوي دي. چين مخکې افغانستان ته ۷ لکه دوزه واکسينونه، د وینټلاټورونو په شمول نور طبي توکي، خواړه، جامې برابرې کړې وې، څو د افغانستان اوسنۍ بشري او اقتصادي ستونزې ليرې شي.

له يادو مثالونو څخه څرګندېږي، چې په تېر کال کې ملکي بار وړونکو الوتکو د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو او تګ راتګ د پياوړتيا لپاره ستر خدمتونه کړي دي.

په عين وخت کې نړيوالو ملکي بار وړونکو الوتکو د چين او نورو هېوادونو ترمنځ هم د تجارتي چارو د پياوړتيا لپاره مثبت رول لوبولی دی. د چين د ملکي هوايي چلند ادارې د ۲۰۲۲م کال د جنورۍ په ۱۲مه نېټه يوه تازه شمېرنه خپره کړه، چې له مخې يې د ۲۰۲۱م کال لپاره په چين کې د نړيوالو بار وړونکو پروازونو عمومي شمېر ۲۰۰ زرو ته رسېدلی، چې دغه شمېر د ۲۰۲۰م کال په پرتله ۲۲ سلنه زياتوالی ښيي. دغه راز، د چين د ملکي هوايي تصديو لخوا د مالونو د ليږدولو عمومي اندازه ۷ ميليونو او ۳۲۰ زرو ټنو ته رسېدلې، چې دغه شمېر د ۲۰۲۰م کال په پرتله اته اعشاريه دوه سلنه زياتوالی ښيي. په دې جملې کې د کرونا وبا ضد د مبارزې په برخه کې د بار وړونکو الوتکو د پروازونو شمېر ۱۲۰زرو او عمومي وزن يې ۴۷۰ زره ټنه ښودل شوی دی، د کوويډ ـ۱۹ ويروس ضد د واکسينونو د انتقال د پروازونو شمېر څه باندې دوه زرو ته رسېدلی او د ليږدول شويو واکسينونو عمومي وزن يې ۱۶ زرو ټنه ښودل شوی دی.

دغه چارې د دې ښکارندويي کوي، چې بشر د کرونا وبا پر وړاندې يو له بل سره پر مرستو ټينګار کوي. نړيوال تجارت د يو لړ ستونزو په ليرې کولو سره د بيا سمسورتيا په لور ګامونه اخلي او دا به د ۲۰۲۲م کال پر پرمختګ د بشر باور نور هم ډېر کړي.