د چين ستورمزلې وانګ ايا پينګ په فضا کې څه باندې سل ورځې تېرې کړې
CMG2022/01/18 16:10:50
شريکول:

د چين د شن جو ديارلسم نمبر انسان وړونکې بېړۍ ستورمزلو ډلې په فضا کې درې مياشتې تېرې کړي دي.

 په دوی کې يوه ستورمزلې وانګ ايا پينګ ده، چې په فضا کې يې د څه باندې سلو ورځو لپاره کار کړی دی.

هغې په تېرو سلو ورځو کې فضايي سټېشن ته د ننوتلو، په فضا کې د خوځښت او حرکت کولو او له فضا څخه د چين تنګيو ځوانانو ته د تدريس ورکولو په شمول ځينې دندې تر سره کړې دي.

ستورمزلې وانګ ايا پينګ د ۲۰۲۱م کال د اکتوبر په ۱۶مه نېټه د شن جو ديارلسم نمبر انسان وړونکې بېړۍ په وسيله فضا ته لاړه او په همدې ورځ له ستورمزلو ځای جي ګانګ او يي ګوانګ فو سره يو ځای فضايي سټېشن ته داخله شوه.

نوموړې لومړۍ چيني مېرمن ده، چې د چين په فضايي سټېشن کې کار کوي او تر اوسه يې په فضا کې څه باندې سلې ورځې تېرې کړې دي