د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د فنلنډ د
کولتور وزير کوروينين د جنورۍ په ۱۷مه نېټه ويلي، چې هغه به په فبرورۍ کې چين ته
لاړ شي او د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په پيل مراسمو کې به ګډون
وکړي.
کوروينيو په همدې ورځ د فنلنډ ملي راډيو ته ويلي، چې د اولمپيک ژمنۍ لوبې د لوبغاړو او سپورټ مينوالو لپاره ډېر اهميت لري. نوموړي ويلي، چې د بېجينګ اولمپيک په ژمنيو لوبو کې يې ګډون کول د اولمپيک او د فنلنډ لوبغاړو ته د درناوي مانا لري. (شکريه)