کلاوس مارټين سچواب: د رئيس شي جين پينګ وينا ډېره مهمه ده
CMG2022/01/18 11:00:19
شريکول:

د ۲۰۲۲م کال د نړیوال اقتصادي فورم ویډیويي غونډه د جنورۍ په ۱۷مه نېټه ترسره شي. د نړيوال اقتصادي فورم جوړونکي او اجرائيه رئيس کلاوس مارټين سچواب په ياده غونډه کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ وينا ډېره وستايله او ويې ويل، چې له اوسنيو ننګونو سره په مقابله کې خبرې اترې او همکارۍ د انسانانو لپاره د سولې او سوکالۍ د ترلاسه کولو یوازینۍ لار ده.

نوموړي وويل، چې د رئيس شي جين پينګ وينا ډېره مهمه ده. د خبرو اترو او همکارۍ له لارې د ستونزو حلول د انسانانو د سولې او سوکالۍ د ترلاسه کولو یوازینۍ لار ده.

سچواب د ٢٠١٧ کال د جنورۍ په مياشت کې په سويس کې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې په اړه د رئيس شي جين پينګ له وينا سره هم ژوره موافقه وښوده.