په ۲۰۲۱م کال کې د چین جي ډي پي ۸.۱ سلنه زياتوالی ښيي
CMG2022/01/18 11:01:22
شريکول:

د چين احصايې ملي ادارې د جنورۍ په ۱۷مه نېټه د ۲۰۲۱م کال ملي اقتصادي شمېرې خپرې کړې، چې له مخې يې په ياد کال کې د چين د کورنیو توليداتو عمومي ارزښت يعنې  GDP ۱۱۴.۴ ټریلیونو يوانو ته رسېدلی، چې د ۲۰۲۰م کال په پرتله ۸.۱ سلنه زياتوالی ښيي.

د چين د اقتصادي ودې کچه اوس د نړۍ د سترو اقتصادونو په سر کې ځای لري.

په ۲۰۲۱م کال کې د چین عمومي اقتصادي حجم په نړيوال اقتصاد کې له ۱۸ سلنې څخه زياته برخه نيولې او د اقتصادي پرمختګ او د کرونا وبا د مخنيوي او کنټرول په برخه کې يې په نړۍ کې مخکښ مقام ساتلی دی.