په تېرو دېرشو کلونو کې د چين او د منځنۍ اسيا د پنځو هېوادونو سوداګريزه اندازه ۱۰۰ چنده زياته شوې
CMG2022/01/18 10:59:14
شريکول:

د چين د سوداګرۍ وزير وانګ ون تاو د جنورۍ په ۱۷مه نېټه د چين او منځنۍ اسيا د اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ په ويډيويي فورم کې وويل، چې د چين او د قزاقستان، ازبکستان، قرغزستان، تاجکستان او ترکمنستان  د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له ۳۰ کلونو راهيسې د سوداګرۍ اندازه يې څه باندې ۱۰۰ چنده زياتوالی ښيي او په نوموړو پنځو هېوادونو کې د چين د مستقيمې پانګونې اندازه له ۱۴ميليارډو امريکايي ډالرو څخه اوښتې ده.

وانګ ون تاو وويل، له ۳۰ کلونو راهيسې چين او نوموړو پنځو هېوادونو په دوامداره توګه د اقتصادي او سوداګريزې عملي همکارۍ پياوړتيا ته دوام ورکړی،  بډايه، متحرکې او د ګډو ګټو پر بنسټ اقتصادي او سوداګريزې اړيکې يې جوړې کړي او واقعي لاسته راوړنې يې تر لاسه کړې دي.  د دغو هيوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګيزې همکارۍ کچه هم پورته شوې او يو شمېر سترې پروژې پکې په برياليتوب پلې شوې دي او دا د منځنۍ اسيا له بېلا بېلو هېوادونو سره مرسته کوي، چې خپلو صنايعو ته وده ورکړي او د خلکو ژوند ښه کړي.