امریکايي کارپوه: د امریکا حکومت لوبغاړي د شطرنج د ګوټک په څېر لوبوي
CMG2022/01/18 15:36:29
شريکول:

د هانکانګ ساوت چينه مارنينګ پوسټ ورځپاڼې په دې وروستيو کې يوه مقاله خپره کړې، چې عنوان يې دی، چين ولې د ۲۰۲۲م کال د اولمپيک د ژمنيو لوبو د تر سره کولو وړتيا لري؟

په ياده مقاله کې ويل شوي، چې امريکايي لوبغاړي د دې هېواد د حکومت له خوا د شطرنج د ګوټک(pawn) په څېر کارول کيږي، خو چين به د اولمپيک سپورټي لوبو د جوړولو له لارې سپورټي چارو ته پرمختګ ورکړي.

په دغې مقالې کې د امريکا د سېنټ لويس د ميسوري پوهنتون پروفيسورې سوسن براونيل نظر هم راوړل شوی دی، نوموړې د تېرې پېړۍ په اتمه لسيزه کې د ځغاستې لوبغاړې وه.

هغې ويلي، چې امريکايي لوبغاړي د دې هېواد د حکومت له خوا د شطرنج د ګوټک په څېر کارول کيږي او په دې اند ده، چې يو هېواد د اولمپيک لوبو د مخنيوي له لارې خپله سياسي موخه نه شي تر سره کولی، بلکې لوبغاړو ته به زيانونه ورسوي.

د مقالې ليکوال په دې باور دی، چې چين د ۲۰۰۸م کال له اولمپيک لوبو څخه د سپورټ بډايه ميراث اخيستی دی او په ۲۰۰۹م کال کې يې د اګست اتمه نېټه د چينايانو د روغتيا ساتلو د ورځې په نوم نومولې ده او د دې ترڅنګ چين د ولسونو د ښې روغتيا لپاره هم بېلا بېل تدبيرونه نيولي دي.

 

(غاټول)