د سينهوا اژانس د خبر له مخې،
روغتيا نړيوال سازمان د جنورۍ په ۱۷مه نېټه د تازه شمېرې په خپرولو سره ويلي، چې د
منځنۍ اروپا په وخت د همدې ورځې د ماسپيښين تر ۴ بجو او ۳۵ دقيقو پورې په ګرده نړۍ
کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په نسبت ۲ ميليونه ۶۶۹ زره او ۵۴
زيات و، چې عمومي شمېر يې ۳۲۶ ميليونو ۲۷۹ زرو او ۴۲۴ ته رسېدلی دی. د کرونا له
امله د مړينې شمېر د تېرې ورځې په مقايسه ۶۹۱۶ زيات و او عمومي شمېر يې ۵ ميليونو
۵۳۶ زرو او ۶۰۹ ته رسېدلی دی. (شکريه)