د چين او لاوس ترمنځ د اورګاډي پټلي د ۲۰۲۱م د ډسمبر په ۳مه نېټه پرانېستل شوې او د روان کال د جنوري تر ۱۷مې نيټې پورې پر دغې پټلۍ د باروړونکو اورګاډيو د تګ راتګ شمېر ۱۵۳ ته او د ليږدول شويو مالونو عمومي اندازه يې ۵۹ زره او ۵۰۰ ټنو ته رسيدلې او عمومي ارزښت يې يو ميليارډ او ۶۸ مليونه يوانه ښودل شوی دی.
د چين او لاوس ترمنځ د اورګاډي غځېدلې پټلي د لاوس، تايلنډ او سينګاپور په شمول د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې له پرتو لسو هېوادونو څخه تيريږي.
(غاټول)