شي جين پينګ: موږ بايد په ټينګې ارادې پرمخ لاړ شو
CMG2022/01/18 14:54:38
شريکول:

د چین د دولت رئيس شي جین پينګ د جنورۍ په ۱۷مه نېټه له بېجینګ څخه په انلاين ډول د نړیوال اقتصادي فورم په ويډيويي غونډه کې ګډون او د (باور پیاوړی کېدو او په زړورتیا مخ پر وړاندې تګ او تر کرونا وبا وروسته د ښکلې نړۍ جوړول) تر عنوان لاندې یوه مهمه وینا وکړه.

شي جین پينګ په خپلو خبرو کې وويل، اوسنۍ نړۍ له داسې ستونزو او ژورو بدلونونو سره مخ ده، چې په ټولو هېوادونو او سیمو پورې اړه لري. د زمانې د سترو بدلونونو او د کرونا وبا له امله، د نړۍ پر وړاندې سختې ننګونې موجودې دي او نړۍ يې د ګډوډۍ او بدلون نوې دورې ته داخله کړې ده.

 د کرونا وبا ضد مبارزه څنګه بریالۍ کېدای شي؟  تر کرونا وبا وروسته نړۍ څنګه بیا جوړولی شو؟ دا د ګردې نړۍ د خلکو لپاره د ګډې اندیښنې وړ مسئلې دي. شي جين پينګ وويل:

((دوه اوونۍ وروسته به د چین د بزګري جنترۍ له مخې د پړانګ کال پېل شي. د چین په کلتور کې پړانګ د زړورتوب او پياوړتيا سمبول دی، نو موږ بايد د شته ننګونو او ستونزو د ليرې کولو لپاره په ګډه کوښښونه وکړو))

نوموړي په دې اړه څلور وړانديزونه وکړل او لومړی یې دا وويل، چې بېلا بېل هېوادونه او سيمې دې د کرونا وبا ضد د مبارزې لپاره اوږه په اوږه هڅې وکړي. هغه وویل:

((واقعیتونو دا تائيد کړې، چې د نړیوال بحران پر وړاندې، ټول هېوادونه او سيمې ګډ برخلیک او یو پر بل ډېرې اغېزې لري. موږ په یوازې توګه نړیوالې ستونزې نه شو ليرې کولای، بلکې په ګډه بايد کوښښونه او هڅې وکړو. یووالی او همکاري د کرونا وبا ضد نړیوالې مبارزې کې د بریالیتوب یوازېنۍ لار ده.))

د رئيس شي جین پينګ دوهم وړاندیز دا و، چې نړیواله ټولنه باید د اقتصاد د بیا احیا لپاره په ګډه هڅې وکړي. اوس نړیوال اقتصاد د عادي کېدو په حال کې دی، خو بیا هم له ډېرو ستونزو سره مخ دی. نو بېلا بېل هېوادونه دې له کرونا وبا سره د مقابلې په عین وخت کې د اقتصادي احیا نوي ځواکونه ولټوي، د کسانو د تګ راتګ نوې طریقې دې ومومي، د نړیوالې سوداګرۍ اسانتیاوې دې پراخې کړي او د تولید او عرضې ځنځيرونه دې تضمین کړي، تر څو د نړیوال اقتصاد د احیا بهیر نور هم روان او چټک شي.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې درېيم وړاندیز داسې وکړ، چې د ګردې نړۍ پرمختګ دې وهڅول شي. نوموړي په اشارې وويل، چې د نړیوال پرمختګ د بهیر پر وړاندې ډېرې ستونزې شتون لري او د انسانانو د پرمختګ انډول له ۳۰ کلونو راهيسې په لومړي ځل ټيټ شوی دی. ځيني هېوادونه د کرونا وبا له امله له ډېرو ستونزو سره مخ دي او حتی په پرمختللو هېوادونو کې هم د دغې وبا د منفي اغېزو له امله ډېر کسان په مشکیلاتو کې ګير پاتې دي. شي جين پينګ په دې اړه وويل، چې بېلا بېل هېوادونه باید خلکو ته لومړیتوب ورکړي او د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال د دوامدار پرمختګ اجنډا دې پلې کړي. چین تېر کال د نړیوال پرمختګ د هڅولو وړاندیز کړی او غواړي د دې وړانديز د تطبیق لپاره له بېلا بېلو خواوو سره اغېزمنې همکارۍ وکړي.

د شي جين پينګ په خبرو کې څلورم وړانديز دا و، چې ټول هيوادونه دې د سړې جګړې نظريه پرېږدي او نړیواله ټولنه دې ګډ سوله ييز ژوند وکړي. نوموړي پر دې ټينګار وکړ، چې زورواکي او یواړخیزم د هر چا ګټې نه شي ساتلی، بلکي ځان او نورو ته زیانونه رسوي. سوله ييز پرمختګ او د ګډو ګټو پر بنسټ همکاري د نړیوالې ټولنې د پرمختګ له اصولو سره سمون لري.

شي جين پينګ زیاته کړه، چې چین به په ټينګې ارادې باکیفیته پرمختګ، اصلاحاتو او ورخلاصون ته ادامه ورکړي او د نړیوال اقتصاد د دوامدارې ابادۍ لپاره به نور زیات خدمتونه وکړي.