د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ملګرو
ملتونو سرمنشي انتونيو ګوټريس د جنورۍ په ۱۷مه نېټه د نړيوال اقتصادي فورم انلاين
غونډې ته په وينا کې له نړيوالې ټولنې څخه وغوښتل، چې په ۲۰۲۲م کال کې د اقتصاد بيا
سمسورتيا لپاره رښتنې ګډې هڅې وکړي.
نوموړي ويلي، چې د نړيوال اقتصاد بيا سمسورتيا اوس ورو ورو روانه ده او د کرونا وبا خپرېدل او د کارګرو بازار زيانمنېدل د اقتصادي بيا سمسورتيا د لا ضعيفېدو سبب ګرځي. (شکريه)