ايران : امريکا دې د ذروي خبرو اترو د کليدي مسئلو په تړاو خپل دريځ ژر وړاندې کړي
CMG2022/01/18 10:45:38
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند سعيد خطيب زاده د جنورۍ په ۱۷مه نېټه ويلي، چې د ذروي مسئلې د هر اړخيز تړون اړوندو خواوو د څو برخو په اړه موافقه کړې ده، خو پر ايران باندې د بنديزونو د لغوه کولو کليدي مسئله لا هم نه ده حل شوې او امريکا بايد ډېر ژر په دې اړه خپل دريځ څرګند کړي.

نوموړي په همدې ورځ په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې ويلي، چې د يو دايمي تړون ژر لاسليکول د امريکا دريځ ته اړتيا لري. (شکريه)