د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي
جيان د جنورۍ په ۱۸مه نېټه په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې يو ځل بيا د امريکا د
عدليې وزارت له لوري خپور شوی د چين ضد تش په نوم عملياتي پلان وغانده او ويې ويل،
چې امريکا بايد خپلو ناسمو کړنو ته د پای ټکی کيږدي، چين ته دې د دښمن په سترګه نه
ګوري، بې اساسه تورونه دې پرې نه لګوي او د ټکنالوژۍ او کولتوري چارو په اړه د
دواړو هېوادونو عادي همکارۍ دې نه ويجاړوي.
د معلوماتو له مخې، د امريکا څارنوالان
پلان لري، چې د ماساجوسيټ ټکنالوژۍ انسټيټوټ پر چيني پروفیسور چن ګانګ لګيدلی اتهام
لغوه کړي. دوی تېر کال هم لږ تر لږه ۸ ورته اتهامونه لغوه اعلان کړي دي.
د
امريکايي پوهنتونونو ۲۰۰۰ کارپوهانو د دغه هېواد عدليې وزير ته پيغام لیږلی او د
چين پر وړاندې د امريکې له عملياتي پلان سره يې مخالفت څرګند کړی دی.
د يالي
(Yale) پوهنتون ۱۹۲ پروفيسورانو د امريکې عدليې وزير ته په پيغام کې ويلي، چې د چين
ضد عملياتي پلان اساسي نيګمړتياوې لري.
د اسيا الاصله امريکايانو څه باندې ۲۰
ټولنو ولسمشر بايډين ته پيغام ليږلی او د ياد پلان د لغوه کولو غوښتنه يې ترې کړې
ده.
د چين الاصله امريکايانو ټولنې د عدليې وزارت د دروازې په وړاندې لاريون
ترسره کړی او له ياد وزارت يې غوښتنه کړې، چې سمدلاسه ياد پلان لغوه کړي.
(شکريه)