په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي په جنګي سيمو کې د ښځو د حقونو ساتلو غوښتنه وکړه
CMG2022/01/19 11:41:08
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي جانګ جون د جنورۍ په ۱۸مه نېټه د ښځو د بشري حقونو د ساتلو او د سولې او امنیت مسئلې په اړه د امنیت شورا په یوه مباحثوي غونډه کې وینا وکړه او په جنګي سیمو کې يې د ښځو د حقونو د ساتنې د پياوړتیا غوښتنه وکړه. 

نوموړي د ښځو د ساتلو په اړه درې وړانديزونه وکړل، لومړی، په جګړه ييزو سيمو کې د ښځو ساتنه دې پوره پياوړې شي. دوهم، د زورزیاتي او شخړو سرچینه دې له منځه یووړل شي. درېيم، د ښځو د بشري حقونو د ساتنې او د دوی د پرمختګ له چارو څخه دې قوي ملاتړ وشي. (هيله)