د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان په بادغیس ولایت کې د جنورۍ په ۱۷مه نېټه د 5.3 درجو په سختوالي زلزله شوې او ځايي چارواکي ویلي، چې د دې زلزلې له امله ۲۲ تنه مړه او ۵ تنه نور ټپيان شوي دي .
د امريکې جيولوژيکې سروې ادارې د یادې زلزلې مرکز د بادغیس ولایت مرکز قلعه نو ته په ۴۱ کيلومترۍ کې ښودلی او ژوروالی یې ۱۸ اعشاریه اته ياد کړی دی.
تازه شمېرې ښيي، چې د دغې زلزلې له امله لږ تر لږه زر کورونه ویجاړ شوي دي.
مرستندويه ادارو په زلزله ځپلو سيمو کې د ژغورنې او مرستې کارونه پيل کړي او پر زلزله ځپلو وګړیو يې مرستندویه توکي ویشلي دي. (هيله)