د چين د عصري خدمتي چارو د پرمختګ انډول ۱۳.۱ سلنې ته رسېدلی
CMG2022/01/19 10:55:22
شريکول:

عصري خدمتي چارې زياتو لګښتونو ته اړتيا او لوړ اهميت لري او عصري ټکنالوژۍ څخه پکې کار اخيستل کيږي او د يو هېواد يا سيمې د عصري کېدو مهمه نښه بلل کيږي.

د چين شمېرنې ملي ادارې د جنورۍ په ۱۷مه نېټه ويلي، چې پروسږ کال د چين خدمتي چارې پرله پسې د سمسورتيا په حال کې وې او د عصري خدمتي چارو د پرمختګ انډول يې د ۲۰۲۰م کال په نسبت ۱۳.۱ سلنه زياتوالی ښيي.
(شکريه)