د چین د تاريخي اثارو دولتي ادارې څو ورځې مخکې په یوه غونډه کې په تېر کال کې د تاريخي اثارو د ساتلو د چارو او برياليتوبونو په اړه خبرې وکړې او ويې ويل، چې چین تېر کال د تاريخي اثارو ساتلو په برخه کې څرګندې لاسته راوړنې لري.
د چین چوان جو ښار د سمندري سوداګرۍ هغه لرغونی مرکز چې په سونګ او یوان امپراتوري زمانه کې جوړ شوی، تېر کال د نړیوالو میراثونو په لیست کې شامل شو او په دې سره د چین د نړیوالو میراثونو شمېر ۵۶ ته رسېدلی دی.
د نړیوالو میراثونو په لیست کې څه باندې ۱۱ سوه میراثونه شامل دي، د چین میراثونو شاوخوا ۵ سلنه ځای خپل کړی دی. (هيله)