چين : هيله ده، افغانستان په نړيوالې ټولنې کې ژر ګډون وکړي
CMG2022/01/19 10:56:30
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاند جاو لي جيان د جنورۍ په ۱۸مه نېټه په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې د افغانستان له سرپرست حکومت وغوښتل، چې د نړيوالې ټولنې غوښتنې پر ځای او غوره اقدامات وکړي او په نړيوالې ټولنې کې دې ژر ګډون وکړي.

يوه خبريال د يادې مطبوعاتي غونډې په ترڅ کې له جاو لي جيان څخه وپوښتل، چې طالبان د چين ملاتړ غواړي، څو حکومت يې د نړيوالې ټولنې لخوا په رسميت وپېژندل شي، چين په دې اړه څه نظر لري.
جاو لي جيان د خبريال يادې پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې د افغانستان لنډ مهاله حکومت له جوړېدو راهيسې په بهرنيو چارو لګيا دی او ځينو هېوادونو هم ورسره تماسونه نيولي دي.
چين له نړيوالې ټولنې غواړي، چې د افغانستان ملي حاکميت، يووالي او د خاورو تماميت ته بايد په درناوي له افغانانو ملاتړ وکړي، څو دوی د خپل هېواد له واقعي حالاتو سره سم د دايمي ثبات د ساتنې او د پرمختګ د هڅونې لاره پيدا کړي.
جاو لي جيان زياته کړه، چې چين د افغانستان له لنډمهاله حکومت غواړي، چې د نړيوالې ټولنې غوښتنې پر ځای او يو پرانيستی او ټولشموله سياسي سيستم جوړ کړي، معتدلې کورنۍ او بهرنۍ چارې دې غوره کړي، د ترهګريزو ډلو پر وړاندې دې ټينګه مبارزه وکړي، له بهرنيو هېوادونو، په تيره بيا ګاونډيو هېوادونو سره دې ښې اړيکې وساتي او په نړيوالې ټولنې کې دې ژر ګډون وکړي. (شکريه)