په داوس فورم کې د چين غږ
CMG2022/01/19 15:41:37
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جنورۍ په ۱۷مه نېټه له بېجينګ څخه  په انلاين ډول د نړيوال اقتصادي فورم يعنې د داوس فورم د ۲۰۲۲م کال په انلاين کلنۍ غونډه کې ګډون او وينا وکړه.

نوموړي يادې غونډې ته د لويو نړيوالو ننګونو د لرې کولو په پار څلور فقره ييز پېشنهاد وکړ او د درېيو اقداماتو پلان يې اعلان کړ او نړۍ ته يې د نړيوالو همکاريو د پياوړتيا لپاره د چين ټينګ هوډ او کوښښونه بيان کړل.

د دغه فورم بنسټګر او اجرائيوي مشر کلاوس شواب ويلي، چې د رئيس شي جين پينګ وينا د نړيوالو همکاريو د پياوړتيا لپاره د ميل تيږې ارزښت لري او موږ ته يې دا راوښوده، چې چين او نړۍ بايد په را روانو څو  کلونو کې د لا ښه راتلونکي پر لوري څنګه ګامونه پورته کړي؟

دا د چين د دولت رئيس شي جين پينګ درېيم ځل دی، چې د داوس په فورم کې د چين په استازيتوب خبرې کوي او خپل غږ پورته کوي. نوموړي له دې نه مخکې د دغه فورم د ۲۰۱۷م او ۲۰۲۱م کال په کلنيو غونډو کې هم د اقتصاد د نړيوال کېدو او رښتيني څواړخيزم په اړه د چين پېشنهادونه او پلانونه بيان کړي دي.

نړۍ د زمانې د لويو بدلونونو او د پېړۍ د بې ساري وبا له امله د ناآرامۍ او اصلاحاتو نوې مودې ته داخله شوې ده.

 څنګه کولی شو، چې کرونا وبا ته ماتې ورکړو؟

 د کرونا وبا له پای ته رسېدو وروسته به د نړۍ د ابادۍ چارې څنګه تر سره کوو؟ ګرده نړۍ د يادو مسئلو په اړه فکر کوي  او د حل لارې  هڅې يې کوي.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دغه فورم کې د تاريخي تجربو او اوسني وضعيت له مخې څلور فقره ييز وړاندیز وکړ.

لومړی، ټول هيوادونه دې کرونا وبا ته د ماتې ورکولو لپاره يو بل ته لاسونه ورکړي  اوخپلمنځي  همکارۍ دې پراخې کړي.

 دوهم، ټول هيوادونه دې د نړيوال اقتصاد د ثبات او احيا د هڅولو لپاره بېلا بېلې ننګونې ليرې کړي.

 درېيم، مونږ دې د پرمختګ په برخه کې د هېوادونو ترمنځ د لويو توپيرونو د له مځه وړلو او د نړۍ د پرمختيايي چارو د بيا سمسورتيا لپاره هڅې وکړو.

 څلورم، ټول هيوادونه دې د سړې جګړې مفکوره ليرې  او سوله ييز ګډ ژوند او ګډې ګټې دې رامنځته کړي.

د شي جين پينګ دغه پېشنهاد د نړيوالې ټولنې لپاره له اوسنيو ستونزو د وتلو لار روښانه کړې ده.

چين نه يوازې خپله رويه څرګنده کړې، بلکې رښتيني ګامونه يې هم پورته کړي.

چين څه باندې ۱۲۰ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو ته تر ۲ ميليارډو دوزو زيات د کرونا وبا ضد واکسينونه برابر کړي او اعلان يې کړی، چې د افريقا او د جنوب ختيځې اسيا هېوادونو ټولنې غړو هېوادونو ته به سلګونه ميليونه د کرونا وبا ضد واکسينونه ورکړي.

د بريکس هېوادونو د تګلارو په اړه  د فيليپين څېړنيز انسټېټيوټ بنسټګر خلمن لاورير وايي، چې چين تر نورو هېوادونو مخکې اعلان کړی، چې د کرونا وبا ضد واکسين  به د ګردې نړۍ عامه توليدات وګرځوي او د کرونا وبا ضد مبارزې کې يې له نورو هېوادونو سره مرستې کړي او  داسې ښکاري، چې چين د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړونې او د نړۍ د ښه راتلونکي د ابادۍ په هڅه کې دی.

په تېر يو کال کې د ډېرو ستونزو پر وړانډې د نړيوال اقتصاد د احيا جريان پيل شوی، خو راتلونکی يې ناڅرګند مالوميږي.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په خپله وينا کې له بېلا بېلو خواوو څخه غوښتنه کړې، چې پر نړيوال کېدو او رښتيني څواړخيزم دې ټينګار وکړي او د نړيوال اداري سيستم د اصلاحاتو او د عمومي تګلارو په برخه کې دې خپلمنځي همغږۍ پياوړې کړي. نوموړي هيله ښودلې، چې له بېلا بېلو خواوو سره د نړيوال پرمختګ پېشنهاد عملي کړي او هڅې وکړي، چې هيڅ هېواد د پرمختګ په جريان کې وروسته پاتې نه شي.

شي جين پينګ په خپله وينا کې ويلي، هغه هېوادونه چې د پروټکشنيزم او يو اړخيزم مفکوره لري، بالاخره به هم نورو او هم ځان ته زيانونه ورسوي. مختلف هېوادونه او تمدونونه بايد د متقابل درناوي پر بنسټ ګډ پرمختګ او ګډې ګټې ومومي. د بريتاينا د ۴۸ ګروپونو ټولنې رئيس سټېفن پيري ويلي، چې د رئيس شي په وينا کې له بادارۍ سره د مخالفت او د ګډو ګټو او همکاريو د هڅولو په اړه د چين  دريځ څرګند شوی او دغه څرګندونې يې د بېلا بېلو خواوو له خوا ستايل شوې دي.

د پام وړ خبر دا دی، چې د رئيس شي جين پينګ د وينا په همدې ورځ، چين د ۲۰۲۱م کال  اقتصادي شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې، د دغه هيواد عمومي اقتصادي کلنۍ اندازه ۱۱۴ زرو او ۴ سوو ميليارډو يوانو ته رسېدلې او د نړيوال اقتصادي پرمختګ لپاره د خدمت انډول يې شاو خوا ۲۵ سلنه دی.

 چين به د لوړ کيفيت پر پرمختګ، د اصلاحات او ورخلاصون پر پياوړتيا او د ايکولوژيکې تمدون پر ابادۍ ټينګار وکړي او په پر له پسې توګه به په نړيوال اقتصادي پرمختګ کې لارښوونکی رول لوبوي.

(( د نړۍ هېوادونه په ۱۹۰ کوچنيو بېړيو کې نه، بلکې د ګډ برخليک په يوې لويې کښتۍ کې دي. ))

د چين غږونه له تېرو پنځو کلونو راهيسې ۳ ځله د داوس په فورم کې د موافقې او همدردۍ لامل ګرځېدلی او د ستونزو او ننګونو پر وړاندې يې ځواکمن قوتونه راغونډ کړي دي.

په چين کې به څو ورځې وروسته د کرهنيزې جنترۍ نوی کال پيل شي. چين به د دې کال په نوې مبدا کې د نړيوال پرمختګ  ننګونې ليري کړي او له نورو هېوادنو سره به يو ځای د ګډ راتلونکي په لور ګامونه پورته کړي.