د سين هوا اژانس د خبر له مخې، ډيموکراتيکې کوریا د جنورۍ په ۱۷مه نېټه په ازمويښتي توګه دوه تکتیکي توغندي توغولي او ټاکلې موخې ته يې رسولي دي.
دا په روانه میاشت کې د ډيموکراتیکې کوریا د توغندي توغولو څلورمه ازموینه ده.
دغه هېواد د جنورۍ په ۵مه او ۱۱مه نېټه په جلا جلا توګه په ازمويښتي توګه له غږ چټک توغندي توغولي او وروسته يې د همدې مياشتې په ۱۴مه نېټه هم په بریاليتوب سره دوه تکتيکي توغندي وتوغول.
(هيله)