چین د فساد پر ضد د صفر زغم پاليسي لري
CMG2022/01/19 17:08:34
شريکول:

د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د دسپلين څارنې کمیسیون عمومي غونډه د جنورۍ په ۱۸مه نېټه په بېجینګ کې ترسره شوه. د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ په يادې غونډې کې په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ، چې د چین کمونېست ګوند باید د فساد پر ضد د صفر زغم پاليسۍ ته دوام ورکړي او هېڅ وخت به فساد ته اجازه ور نه کړي.
 چین تل د وګړیو ګټو ته د زیان رسوونکو کړنو ضد ټینګه مبارزه کړې، د کمونېست ګوند او هېواد د نظارت سیستم يې بشپړ کړی او د کمونیست ګوند د جدي ادارې لپاره يې نه ستومانه کېدونکې کوښښونه کړي دي. (هيله)