کلاوس شواب: د چين تجربې د نړيوالو مسئلو او ستونزو د حل لپاره ګټورې دي
CMG2022/01/19 16:02:08
شريکول:

د نړيوال اقتصادي فورم جوړونکي او اجرائيه رئيس کلاوس شواب په دې وروستيو ورځو کې د چين ميډيا ګروپ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې ويلي، چې چين په تېرو پنځو کلونو کې ستر پرمختګونه موندلي او د کرونا وبا د مخنيوي او کنټرول په برخه کې يې هم خپل مسئوليت ادا کړی دی.

نوموړي ويلي، چې بېلا بېل هيوادونه د چارو په نړیوال ډګر کې يو له بل څخه تجربې زده کولی شي او د نړيوالو مسئلو او ستونزو د حل وفصل لپاره د چين تجربې د يوې مرجع په توګه کارولی شي.

نوموړي زياته کړې، چې ټول هيوادونه بايد په دې پوه شي، چې په راتلونکي يو کال کې به له سترو نړيوالو ننګونو سره مخ وي، نو د ټولو لپاره ټينګ باور او د ټولنيزو ځواکونو راغونډول ډېر مهم دي. د بېلا بېلو هېوادونو مشران باید د دغو ننګونو د لېرې کولو لپاره نوی موډل او دايمي فکري لارې چارې غوره کړي او په سيستماتيکه توګه دې اړوند تدبيرونه ونيسي.

هغه همدارنګه دا هم ویلي، چې د نړيوال اقتصادي فورم سږنۍ ويډيويي غونډه د ډيالوګ د پرمخبيولو پيل دی او موخه يې د يوې لا سمسورې او سوله ييزې نړۍ ابادول دي.