د چين د بهرنيو چارو وزارت: د نړيوالو ټينګ هوډ او باور کرونا وبا ماتولی شي
CMG2022/01/19 17:42:20
شريکول:

 د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جنورۍ په ۱۹مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، چې د کرونا وبا پر وړاندې په روانې مبارزې کې د  بېلا بېلو هېوادونو ټينګ هوډ او باور د برياليتوب يوازينی سم انتخاب دی.

د م.م سرمنشي انتونيو ګوتريس د ۲۰۲۲م کال نړيوال اقتصادي فورم ته په ويډيويي وينا کې ويلي، چې نړۍ اوس هم د روغتيا نړيوال سازمان له هغې موخې څخه لېرې ده، چې د ۲۰۲۱م کال په پای کې به د نړۍ۴۰ سلنه نفوس او د روان کال په نيمايي کې به د نړۍ ۷۰ سلنه نفوس واکسين شي.

نوموړي يو ځل بيا پر نړيوالې ټولنې غږ کړی، چې د واکسين د ويش په برخه کې عادلانه رويه غوره کړي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان په اشارې وويل، چې چين د واکسين د ويش په برخه کې د همکاريو عملي وړانديز کړی او تل يې د کرونا وبا پر وړاندې په روانې مبارزې کې له نورو هېوادونو سره همکارۍ کړي او د واکسین د ويش په برخه کې يې عادلانه رويه غوره کړې ده.

نوموړي هيله وښوده، چې د نړۍ هېوادونه او نړيوال سازمانونه له چين سره د واکسين د غیرعادلانه ويش د لېرې کولو لپاره ګډې هڅې وکړي او په يادې مبارزې کې د انسانانو د بريالیتوب لپاره خپل خدمتونه وکړي.

(غاټول)