د چين د بشري حقوقو سازمان تش په نوم دفاعي راپور رد کړ
CMG2022/01/19 17:37:28
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جنورۍ په ۱۹مه نېټه په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې د بشري حقوقو سازمان تش په نامه دفاعي راپور رد کړ او ويلي يې دي، چې دغه راپور د بشري حقوقو په پلمه په بهرنيو هېوادونو کې د چين مجرمينو ته د قربانيانو رتګ او ښکلا ورکوي او په حقيقت کې د مفسدو کسانو جرمونه پټوي.

د خبر له مخې، په ياد راپور کې د چين د حکومت لخوا د لي هو او تيان وانګ په نوم د هغو مجرمينو د نيولو پر فعاليتونو تور لګيدلی، چې په چين کې يې جرمونه تر سره کړي او بهرنيو هېوادونو ته تښتېدلي دي.

جاو لي جيان له اړوندو هېوادونو څخه غوښتنه کړې، چې نړيوالې دندې عملي کړي او د چين لخوا وړاندې شوې قانوني همکاريزې غوښتنې ته ځواب ورکړي او د مفسدو کسانو لپاره دې پټنځايونه نه جوړوي.