چین : د ۷۷ هېوادونو ډله دې خپلمنځي یووالی او همکارۍ نورې هم پياوړې کړي
CMG2022/01/19 14:12:48
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په ملګرو ملتونو کې د چین مرستیال دايمي استازي دای بین د جنورۍ په ۱۸مه نېټه د ۷۷ هېوادونو ګروپ او چین د سفيرانو په کچه غونډه کې وویل، چې د ۷۷ هېوادونو ډله دې خپلمنځي یووالی او همکارۍ نورې هم پياوړې کړي او په ملګرو ملتونو کې دې په ګډه لوړ اواز پورته کړي. 

نوموړي په دې اړه څلور وړانديزو وکړل، لومړی، د ۷۷ هېوادونو ډله دې پرمختګ ته لومړیتوب ورکړي. دوهم، د کرونا وبا ضد مبارزه او د اقتصادي احیا هڅونه دې مهمو کارونو کې راولي. درېيم، ريښتنی څواړخیزم دې پلی کړي. څلورم، دغه ګروپ دې خپلمنځي یووالی ټينګ وساتي. (هيله)