په ګردې نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۳۲۸ میلیونو، ۵۳۲ زرو او ۹۲۹ تنو ته رسېدلی
CMG2022/01/19 11:36:44
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، روغتیا نړیوال سازمان د جنورۍ په ۱۸مه نېټه یو تازه راپور خپور کړی، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا په وخت د جنورۍ د ۱۸مې نېټې د ماسپښين تر ۴ بجو او ۴۶ دقيقو پورې په ګردې نړۍ کې د کرونا ۱ میلیون، ۵۸۶ زره او ۸۸۹ نوې پېښې ثبت شوي او په دې سره عمومي شمېر يې ۳۲۸ میلیونو، ۵۳۲ زرو او ۹۲۹ ته رسېدلی دی. په همدې مودې کې د دغې وبا له امله ۵۲۵۵ تنه مړه شوي او د مړينې عمومی شمېر ۵ میلیونو، ۵۴۲ زرو او ۳۵۹ ته رسېدلی دی. (هيله)