چين د ۲۰۲۲م کال د بېجينګ د اولمپيک او پارالمپيک ژمنيو لوبو د ميراثونو راپورونه خپاره کړل
CMG2022/01/19 15:59:10
شريکول:

د چين د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو تشکيلاتي کميټې د جنورۍ په ۱۹مه نېټه د ۲۰۲۲م کال د بېجينګ اولمپيک ژمنيو لوبو او پارالمپيک ژمنيو لوبو د ميراثونو راپورونه خپاره کړي دي.  په دغو راپورونو کې د سپورټ، اقتصاد، ټولنې، کلتور، چاپيريال او سيمه يیز پرمختګ په شمول اووه برخې رانغاړل شوي او هر اړخيز مالومات پکې ورکړل شوي دي.

د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو تشکيلاتي کميټې چيني ملت ته د دغو لوبو د چمتوالي او مالوماتو په موخه د بېجينګ د سپورټ له پوهنتون سره ياد راپورونه شریک کړي او نړيوالو ته یې د يادو لوبو د چمتوالي په کارونو کې خپلې لاسته راوړنې وړاندې کړې دي.

د دغو لوبو محتوا يا منځپانګه د واورو لوبو د مروجولو، د دغو لوبو د پرمختګ او تخنيکي نوښت، د ټولنيز تمدن د ترقۍ، د اولمپيک او د واورو سپورټ د کلتور د پرمخبيولو، د ايکولوژيکي چاپيريال د لا ښه والي، د کوربه ښار د باکيفيته پرمختګ، د بېجينګ، تيان جين او هه بۍ ولايت د ګډ پرمختګ په شمول اوو برخو پورې تړاو لري.

(غاټول)