روغتيا نړيوال سازمان د جنورۍ
په ۱۹مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره په اشارې ويلي، چې کرونا وبا لا هم د
ټولې نړۍ لپاره د پام وړ بيړنۍ طبي پېښه بلل کېږي.
ياد سازمان د روانې مياشتې په ۱۳مه نېټه د کرونا وبا د بيړنيو پېښو کميټې ۱۰مه غونډه تر سره کړه او پکې برخوالو يې په ګرده نړۍ کې د کرونا د خپرېدو، اوميکرون او د عامې روغتيا پر سيستم د فشارونو په اړه د نظريو تبادلې وکړي. د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير ټيدروس غيبريسوس ويلي، چې نړيواله ټولنه بايد پر وخت اړمنو کسانو ته واکسين ورکړي او د کرونا د خپرېدو څپې د مخنيوي لپاره بايد ګډې هڅې وکړي.
د روغتيا نړيوال سازمان د کرونا وبا د بيړنيو پېښو کميټې له بېلا بېلو هېوادونو څخه وغوښتل، چې د سږ کال له جولای مخکې لږ تر لږه ۷۰ سلنه خلکو ته واکسين ورکړي او د کرونا وبا ضد واکسين تطبيق په عامو طبي خدمتونو کې شامل کړي. (شکريه)