د چين د بهرنيو چارو وزارت: چين ته د پولنډ ولسمشر ته ښه راغلاست وايو!
CMG2022/01/20 11:04:37
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جنورۍ په نولسمه نېټه د دغه وزارت په نوبتي خبري ناسته کې وويل، چين د پولنډ ولسمشر اندريز ډوډا تود هرکلی کوي، چې د بېجينګ د ژمنيو اولمپيک لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې د ګډون لپاره چين ته راځي.

د پولنډ ولسمشر انډريز ډوډا په دې وروستيو کې وويل، چې هغه به د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړي او په ترڅ کې به يې د چين له دولت رئيس شي جين پينګ سره به هم وګوري.