بي بي سي: چين او امريکا دې د کرونا وبا پر ضد ګډې همکارۍ وکړي
CMG2022/01/20 17:12:56
شريکول:

کرونا وبا له تېرو دوو کلونو راهيسې په ټوله نړۍ کې خپرېږي. بي بي سي د کرونا وبا په اړه يوه مقاله خپره کړې او ويلي يې دي، چې تر دې دمه په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۳۰۰ ميليونو ته رسېدلی او د دې وبا له امله د مړو شويو کسانو شمېر ۵ ميليونه او ۵ سوه زره ښودل شوی دی. مقاله زياتوي چې لا هم نړيوالې ټولنې د کرونا وبا پر ضد د همکاريو څرګند پلان او فعاليت نه دې روښانه کړی.

امريکا او شوروي اتحاد د سوړ جنګ پر مهال يو له بل سره د يوې ساري ناروغې د له منځه وړلو لپاره  ګډه همکاري کوله او اوس دې چين او امريکا خپل سياسي دريځو ته پرېږدي او د کرونا وبا پر ضد په مبارزه کې دې ګډې همکارۍ وکړي.