د چين د بهرنيو چارو وزارت: د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د بدنامولو کړنې به خامخا شنډيږي
CMG2022/01/20 11:10:56
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جنورۍ په نولسمه نېټه د دغه وزارت په نوبتي خبري ناسته کې وويل، چې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د بدنامولو کړنې د خلکو له ارادې سره مخالفې دي او خامخا به يې مخه نيول کيږي.

د روسيې د بهرنيو استخباراتو ادارې سيرګي ناريشکين په دې وروستيو کې وويل، چې د روسيې ګڼ شمېر معلومات ښيي، چې امريکا او ملګري هېوادونه يې په بد نيت د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په مقدماتي چارو کې د لاسوهنې په هڅې کوي. 

جاو لي جيان د ياد خبر په اړه وويل، چې چين اړوند خبرونه تر پام لاندې نيولي دي او د ناريشکين خبرې تاييدوي. نوموړي زياته کړه، چې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د بدنامولو کړنې د مختلفو هېوادونو د لوبغاړو ګټې او د اولمپيک نړيوالو چارې زيانمنوي او د اولمپيک له روحيې او د نړيوالو ټولنې له عمده نظريو څخه سرغړونه ده او دغسې کړنې تنګ نظره ناسمې او بېخي د منلو وړ نه دي.