په دې وروستيو کې د ۲۰۲۱م کال د
چين د باور خيریه چارو د پرمختګ راپور خپور شوی، چې له مخې يې د چين د باور خيريه
چارې په سالم ډول زياتې شوې دي.
د پروسږ کال د ډسمبر تر ۳۱مې نېټې پورې، د چين د باور خيريه صندوقونو عمومي شمېر ۷۷۳ ته او عمومي ارزښت يې ۳ ميليارډو او ۹۳۵ ميليونو ته رسېدلی، چې دغه رقم د ۲۰۲۰م کال په پرتله ۳۲.۴۸ سلنه زياتوالی ښيي. (شکريه)