امريکایان ولې پر خپل حکومت باور نه لري؟
CMG2022/01/20 14:50:32
شريکول:

ايډمن د نړۍ د سروې تر ټولو لوی شرکت د جنورۍ په ۱۸مه نېټه د ۲۰۲۲م کال د اعتماد او باور راپور خپور کړی، چې له مخې يې، د امريکا پر حکومت د امريکایانو باور نور هم ټيټ شوی دی. د امریکا اوسني حکومت يو کال پوره شو  او د يادې سروې نتیجه ښيي، چې د امريکا حکومت پر وړاندې د بې باورۍ بحران مخ په زياتېدو دی.

ايډمن شرکت له ۲۰۰۰م کال راهیسې، هر کال د ګردې نړۍ پر حکومتونو د اعتماد او باور سروې ترسره کوي او بیا یې راپور خپروي.

د نړۍ په ۲۸ هېوادونو کې د تېر نومبر له لومړۍ نېټې څخه تر ۲۴مې نېټې پورې څه باندې ۳۶ زرو خلکو د دغه شرکت په سروې کې برخه اخیستې او نتیجه يې ښيي، چې د چين پر حکومت د چینایانو د باور انډول ۹۱ سلنې ته رسېدلی او دا په تېرو ۱۰ کلونو کې د چين پر حکومت د باور لوړه سويه ده. خو د امريکا پر حکومت د امريکایانو د اعتماد انډول ۳۹ سلنې ته راښکته شوی دی او یو مهم لامل يې دا ښودل شوی، چې د کرونا وبا ضد د امريکا مبارزه ناکامه ده.

د امريکې جان هاپکینز پوهنتون د جنورۍ په ۱۷مه نېټه یو تازه راپور خپور کړی، چې له مخې يې تر همدې ورځې پورې په دغه هېواد کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر له ۶۵ میلیونو څخه زیات شوی او د دغې وبا له امله د مړینې عمومي شمېر يې له ۸۵۰ زرو هم اوښتی دی.

د امريکې دا دواړه شمېرې د نورو هېوادونو په نسبت زیاتې دي. د امريکا حکومت د کرونا وبا ضد مبارزې ته سياسي رنګ ورکوي او د دغې وبا له کبله پر نورو هېوادونو تورونه لګوي، خو په خپل هېواد کې د وګړیو د روغتیا او ژوند د ساتلو لپاره يې تر اوسه هېڅ اغېزمن تدبيرونه نه دي نيولي. د امريکې د حکومت د نامسئولانه کړنو له امله بې ګناه وګړي مړه شوي، نو امريکایان څنګه پر خپل حکومت باور ولري؟

په امريکا کې د کرونا وبا د منفي اغېزو له امله سياسي اختلافات او د واک جګړې نورې هم سختې شوي او په عین وخت کې په امريکايي ټولنې کې د بېوزلۍ او شتمنۍ ترمنځ توپيرونه نور هم ډېر شوي دي.

 د امريکې فدرالي زېرمې کمېټې په تېر اکتوبر کې یو راپور خپور کړ، چې له مخې يې، د دغه هېواد ۸۹ سلنه اسهام او فنډ د ۱۰ سلنه کسانو په واک کې دي او دغه انډول يې په تاريخ کې بې ساري دی. برسيره پر دې، د امريکې د ۱ فیصد شتمنو کسانو شتمني د منځنۍ کچې د خلکو د شتمنیو په پرتله ډېره زياته ده.

د خارفېډ پوهنتون سروې ښيي، چې په امريکا کې شاوخوا ۴۰ سلنه کورنۍ سختې اقتصادي ستونزې لري او کابو یو پر پنځمه برخه کورنيو يې خپلې ټولې زېرمې له لاسه ورکړې دي.

والسټریټ ورځپاڼې د یوې ليکنې په خپرولو سره ويلي، چې د اومیکرون ويروس له امله پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ګړندی زیات شوی او په امريکا کې د پيسو پړسوب(انفلاسيون) حالت هم مخ په سختېدو دی، نو ځکه د دغه هيواد پر حکومت د امريکایانو اعتماد ډېر کم شوی دی.

برسيره پر دې، د امريکا ځينو سياستوالو څو څو ځلې په عامه غونډو کې د نژادي تبعيض ویناوې کړي، چې له امله يې په امريکا کې نژادي تبعیض او جنايي جرمونه ډېر زیات شوي دي. د یوې شمېرنې له مخې، تېر کال په نیویارک ښار کې څه باندې ۵۰۰ دوښمانانه جرمونه ترسره شوي، چې پکې د اسيا الاصله امريکايانو پر ضد جرمونه ډېر زیات وو.

د جنورۍ ۲۰مه نېټه د امريکا د اوسني حکومت د لوړې له کالیزې سره برابره ده. د امريکا سياستوال بايد ريښني حالات ښه وپېژني او غور دې وکړي، چې پر حکومت يې د امريکایانو اعتماد او باور ولې دومره زيات ټيټ شوی دی.