د چين د بهرنيو چارو وزارت: نړيواله ټولنه د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو څخه ټينګ ملاتړ کوي
CMG2022/01/20 11:24:41
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جنورۍ په نولسمه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې نړيوالې ټولنې له تېرې يوې مودې راهيسې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د برياليتوب ملاتړ او سپورټ ته د سياسي رنګ ورکولو او بېځايه کړنو سره د مخالفت غږونه پورته کړي دي.

نوموړي د خبريال اړوندې پوښتنې ته د ځواب ورکولو په ترڅ کې وويل، چې د ملګرو ملتونو پوستي ادارې اعلان کړی، چې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د رارسېدو په مناسبت يې د سپورټ له لارې د سولې د پرمخبيولو په عنوان پوستي ټکټونه خپاره کړي. دا د ملګرو ملتونو لومړی ځل دی، چې د اولمپيک ژمنيو لوبو لپاره پوستي ټکټونه صادروي.

د اولمپيک د نړيوالې کمېټې رئيس توماس باخ څو څو ځله د بېجينګ له اولمپيک ژمنيو لوبو څخه ټينګ ملاتړ څرګند کړی او ويلي يې دي، چې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو محافظتي دايره د نړۍ د کرونا وبا پر وړاندې تر ټولو خوندي ځای دی او پکې اداري او خدمتي چارې ډېرې ښې روانې دي او د نړيوالې ټولنې له خوا ستايل شوي دي. روغتيا نړيوال سازمان هم بيا بيا د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو لپاره د کرونا وبا د وقايې او کنټرول د روانو اغېزمنو تدبيرونو په اړه پوره باور ښودلی دی.