د امريکا جانز هاپکينز پوهنتون د جنورۍ په ۱۹ مه نېټه د يوې تازه شمېرې په خپرولو سره ويلي، چې په دغه هېواد کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۶۷ ميليونو او ۸۰ زرو ته رسېدلی دی او دا په دې مانا ده، چې د ۲۰۲۰ م کال له پېل راهيسې، د دغه هېواد ۲۰ سلنه خلک پر کرونا ويروس اخته شوي دي.
سر بېره پر دې، په امريکا کې د کرونا ويروس له امله د مړو شويو کسانو شمېر ۸۵۰ زرو ته رسېدلی دی. د مالوماتو له مخې، په دغه هېواد کې په تېرې اونۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو ورځنی شمېر ۷ لکه ته ښودل شوی دی.
په ۲۰۲۱م کال کې د امريکا نفوس ۳۳۲ ميليونه ښودل شوي دي.