کېټ کاسنيس په ۲۰۱۰ م کال کې د کرلينګ نړيوالې ټولنې د مشرې په توګه ټاکل شوې او تر دې دمه ياده دنده پرمخ وړي.
اولمپيک نړيوالې کميټې کېټ کاسنيس د بېجينګ ژمنيو لوبو د همغږۍ کمېټې د غړې په توګه ټاکلې او په بېجينګ کې يې د کرلينګ لوبې د معياري جمنازيوم د جوړولو چارې له نږدې کتلي او څېړنې يې کړې دي.
نوموړې باور ښودلی، چې د کرلينګ لوبغاړي به ډېر خوښ وي او د بېجينګ اولمپيک ژمنۍ لوبې به په بريالیتوب ترسره کيږي.
هغې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د را رسيدو په درشل کې د کرونا وبا د مخنيوي او کنټرول په اړه د چين چارې هم ستايلې دي.