د روسيې او ايران ولسمشرانو خبرې اترې وکړې
CMG2022/01/20 11:28:37
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د جنورۍ په نولسمه نېټه د دغه هېواد په پلازمينه مسکو کې د ايران له ولسمشر ابراهيم رئيسي سره وکتل او د دوه اړخيزو همکاريو او مهمو نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه يې ورسره خبرې اترې وکړې.

پوتين په دغه کتنه کې وويل، چې روسيې او ايران په نړيوالو صحنو کې نژدې همکارۍ او د نړيوالې ترهګرۍ د ګواښ په ليري کولو کې يې د سوريې له حکومت سره مرستې کړې دي. نوموړي هيله وښوده، چې د دغې کتنې له لارې د افغانستان مسئلې او د ايران د ذروي تړون په چارو کې د ايران دريځ څرګند شي.

رئيسي وويل، چې ايران غواړي له روسيې سره ثابتې او هراړخيزې اړيکې ټينګې کړي او د اقتصاد، سوداګرۍ، سياست او کلتور په برخو کې ورسره همکارۍ پراخې کړي.