ملا محمد حسن اخوند له نړيوالې ټولنې څخه وغوښتل، چې حکومت يې په رسميت وپېژني
CMG2022/01/20 11:36:15
شريکول:


د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان لنډمهالي حکومت د جنورۍ په نولسمه نېټه يوه اقتصادي غونډه تر سره کړه. د دغه هېواد سرپرست صدراعظم  ملا محمد حسن اخوند په دغه غونډه کې له نړيوالې ټولنې څخه وغوښتل، چې لنډمهالی حکومت يې په رسميت وپېژني او ډيپلوماتيکې اړيکې ورسره ټينګې کړي.

محمد حسن اخوند وويل، چې افغانستان د ملي پرمختګ په مهمه مرحله کې دی او د دغه هېواد لنډمهالی حکومت به هڅې وکړي، چې خپلې اقتصادي مسئلې حل کړي. نوموړي زياته کړه، هغو هېوادونو، چې ځانونه د بشري حقونو ساتونکي بولي، د افغانستان پانګې کنګل کړي او له امله يې افغانان له بشري بحران سره مخ شوي دي.

د افغانستان د لنډمهالي حکومت سرپرست مرستيال صدراعظم عبدالسلام حنفي په خپله وينا کې وويل، چې د افغانستان اقتصاد په تېرو شلو کلونو کې پر بهرنيو مرستو تکيه درلوده، خو دغو بهرنيو مرستو نه يوازې پر ملي اقتصاد مثبتې اغېزې نه دي کړي، بلکې په هېواد کې يې فساد راپورته کړی و. نوموړي زياته کړه، چې افغانستان پر بهرنيو مرستو زړه نه تړي او د ملي اقتصاد ابادي به د هېواد د پرمختګ او ځان بسيا پر بنسټ تر سره کړي.