د چين او جرمني‌ د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه وکړه
CMG2022/01/21 11:08:53
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جرمني‌ د بهرنيو چارو له وزيرې انالينا بايربوک سره انلاين ليدنه وکړه.

وانګ يي په ياده ليدنه کې وويل، چې چين او جرمني‌ دې د خپلمنځي همکاريو لپاره ښه وړانديزونه او پاليسۍ برابرې کړي، د ډيجټل، مخابراتو، خدمتي تجارت، زراعتي‌ ټېکنالوژۍ او زرغون پرمختګ په برخو کې دې پراخې‌ همکارۍ وکړي. بېجينګ د جرمني‌ تصديو هرکلی کوي،‌ چې په چين کې زياته پانګونه وکړي. بېجينګ هيله من دی، چې جرمني د چيني تصديو د پانګونو لپاره ښه سوداګريز عادلانه چاپيريال برابر کړي.

بايربوک وويل، چې جرمني‌ له چين سره د ثابتو همکاريزو اړيکو د پرمختګ لپاره هڅه کوي او د يو چين پېژندلو پر اصل ټينګار کوي. هيله ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ‌ د رسمي اړيکو د ټينګېدو د ۵۰ مې کليزې په مناسبت په بېلابېلو برخو کې خپلمنځي‌ همکاريو ته وده ورکړي. جرمني‌ به په عادلانه توګه د چين په شمول د بېلابېلو هېوادونو له تصديو سره ښه چلند وکړي.