په ۲۰۲۱م کال کې د امریکا د ډیموکراسۍ ناکامي
CMG2022/01/21 14:46:30
شريکول:

۲۰۲۱م کال د امریکا د مشرانو لپاره یو ویروونکی او تور کال و.

 د امريکا ولسمشر د ۲۰۲۱م کال د جنورۍ په شلمه نېټه د لوړې پر مهال په خپلې وینا کې ژمنه کړې وه، چې کرونا وبا ته به ماتې ورکوي او ویشل شوې امريکا به بیرته یووالي ته رابولي.

 د نوموړي دغو ژمنو امریکایانو ته هیلې ورکړې وې، خو کرونا وبا یو کال وروسته يو ځل بیا خپله لمن پر امريکا راتاو کړه، چې له امله يې د دغه هيواد د انفلاسیون کچه لوړه شوې او سیاسي قطبي کېدو یې شدت موندلی دی. د امریکا ولسمشر خپلې يادې ژمنې نه دي پوره کړي او خپلو خلکو ته پاتې راغلی دی.

د ګالپ وروستۍ نظرپوښتنه ښیي، چې د امريکا د ولسمشر د ملاتړ کچه په يو کال کې دننه له ۵۷ سلنې څخه ۴۰ سلنې ته راټیټه شوې ده او همدا د امریکایانو د بې وسۍ او مایوسۍ ریښتینی انځور دی.

که څه هم د امريکا د نوي ولسمشر له ټاکل کېدو وروسته په دغه هېواد کې د وبا ضد واکسین کولو کچه ډېره لوړه شوې، خو سپینه ماڼۍ د کرونا د ډیلټا او اومیکرون بڼو پر وړاندې پاتې راغلې ده.  په امریکا کې اوس د وبا له امله د مړینو شمېر نژدې ۹ لکو ته رسېدلی او دا شمېر د دغه هېواد پروړاندې د وبا ضد جګړې د ناکامۍ ترټولو مستقیم ثبوت ګرځېدلی دی.  

بر سېره پر دې، په امریکا کې ډېرې پیسې د شتمنو په لاس کې دي، په داسې حال کې چې غریبان له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې د انفلاسیون ترټولو لوړ فشار سره مخامخ دي.  دوی حتی د کرېسمېس په ورځ د کرېسمېس ونې نشي اخیستلی او داسې ښکاري، چې په دغه هېواد کې د بډایه او غریب تر منځ واټن د تصور لوړې کچې ته رسیدلی دی.

 سپینه ماڼۍ له يو کال راهيسې وايي، چې د اقتصاد ژغورنې پلان او د بنسټيزو تاسیساتو د پانګونې قانون ته يې لاره هواره کړې ده، خو د خلکو د ژوند پورې اړوند یو شمېر لایحې يې د سیاسي ګوندونو ترمنځ د مبارزې په وسلې بدلې شوې دي. دغه راز د "ښه راتلونکي  او بیارغونې" په اړه د امريکا د مشرانو د ځينو لایحو پلې کول له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

د امريکا ولسمشر د تېر کال په فبرورۍ کې، د خپلې بهرنۍ پالیسۍ په وینا کې " امريکا بیرته راغله" شعار ورکړ، خو له یو نیم کال څخه په کمه موده کې يې بې له دې چې خپل متحدين خبر کړي، له افغانستانه خپل سرتیري په بېړه اوباسل او هلته یې بشري بحران رامنځته کړ.

د کوريا جمهوريت د کوکمین ايبو ورځپاڼې د يوې تبصرې په خپرولو سره ويلي، چې د امريکا ځواک او نړیوال مقام ورځ تر بلې په کمېدو دي.

خلکو د امريکا اوسني ولسمشر نه ډیرې هیلې درلودې، خو ويل کيږي، څومره چې تمه زیاته وي، هغومره یې مایوسي هم زیاته وي.

په امریکا کې د تېر کال ګډوډۍ نړۍ ته وښوده، چې مهمه نده څوک به د دغه هېواد ولسمشر وي، خو امريکا بیا هم امريکا ده.