د چين بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د چين حکومت د جنورۍ په ۱۹مه نېټه په تونګا کې د خپل سفارت له لارې دغه هېواد ته د څښاک اوبو او خوړو په شمول د ۲۸۰ زرو يوانو په ارزښت بېړني مرستندويه توکي سپارلي دي.
د چين بهرنيو چارو وزارت وايي، چې حکومت يې د تونګا د ناورين وضعيت څاري او د نورو مرستندويه توکو د ور ليږدولو لپاره هڅې کوي.