په ګردې نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۳۳۶ میلیونو، ۷۹۰ زرو او ۱۹۳ ته رسېدلی
CMG2022/01/21 11:12:46
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، روغتیا نړیوال سازمان د جنورۍ په ۲۰مه نېټه یو تازه راپور خپور کړ، چې له مخې يې د منځنۍ اورپا په وخت د همدې ورځې د ماسپښين تر ۴ بجو او ۴۲ دقيقو پورې په ګردې نړۍ کې د کرونا ۳ ميليونه، ۷۷۷ زره او ۱۰۴ نوې پېښې زیاتې شوي او په دې سره عمومي شمېر يې ۳۳۶ ميليونو، ۷۹۰ زرو او ۱۹۳ ته رسېدلی دی. په همدې مودې کې د دغې وبا له امله ۸۷۴۱ تنه مړه شوي او د مړينې عمومي شمېر ۵ ميليونو، ۵۶۰ زرو او ۷۱۸ ته رسېدلی دی. (هيله)