چین، ایران او روسيې دوهم سمندري پوځي تمرين ترسره کړ
CMG2022/01/21 11:31:46
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چین، ایران او روسيې سمندري ځواکونو د جنورۍ له ۱۸مې نېټې څخه تر ۲۰ مې نېټې پورې د عمان خليج په سمندري سيمه کې دوهم سمندري پوځي تمرين ترسره کړی دی. 

چین دغه تمرین ته د ارومچي د توغندیو شنډولو بېړۍ، د تای هو نمبر بیا ډکوونکی بېړۍ، په بېړۍ کې بار چورلکې او د سمندري کومانډو ځواک ۴۰ سرتيري ليږلي دي. 

د دغه پوځي تمرين موخه دا ښودل شوې، چې د یادو درېيو هېوادونو ترمنځ عملي همکارۍ نورې هم ژورې شي، د سمندري سيمې د امنیت ساتلو او د سمندر د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو په اړه د درېيو خواوو نيک نیتونه او توان ښکاره او د سیمې د سولې او ثبات ساتلو ته مثبته اغېزه ورکړل شي. (هيله)