د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان د پنجاب ایالت د مرکز لاهور ښار په یو بازار کې د جنورۍ په ۲۰مه نېټه یوه چاودنه وشوه چې له امله يې لږ تر لږه ۳ تنه مړه او ۲۳ تنه نور ټپيان شوي دي.
د پوليس په قول، چاودېدونکي توکي په یو موټوسیکل کې ځای پر ځای شوي وو. ټپیان روغتون ته لیږدول شوي او د مړینې شمېر ښايي نور هم زیات شي.
تر اوسه پورې کومې ډلې د دې چاودنې پړه پر غاړه نه ده اخيستې. (هيله)